Mar 27, 2024 04:58 Asia/Kabul
  • د غزې د ولس او مقاومت بې مخینې مقاومت اسلام ته عزت ډالۍ کړی

د اسلامی انقلاب ستر لارښود په دې خبرې په ټينګار سره چې د غزې د خلکو  وژله او په دغې سیمې کې عامې وژلې د هر یوه وجدان لرونکي انسان زړه دردولی دی ، ووئيل، د ایران اسلامی جمهوریت دفلسطین له موضوع او د غزې د مظلوم او مقاومت کونکي  ولس د ملاتړ په موضوع کې  هیڅ هڅه نه سپموي او په د غه ملاتړ کې هیڅ   شک او شبه نه لري.

د اسلامی  انقلاب معظم لارښودد فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس د سیاسی دفتر له مشر او ورسره پلاوی سره په کتنې کې د فلسطین د مقاومتي ځواک  او همداراز د غزې د ولس  د بې مخینې مقاومت  په قدرونې سره  ټينګار وکړ،د صهیونیسټ رژيم د وحشیتوب او جنایتونو په  وړاندې د امریکا او لویدیځ په بشپړملاتړ سره ترسره کیږي، د غزې  د ولس  تاریخي صبر،یوه داسې لویه ښکارنده ده چې حقیقتا ئې  اسلام ته عزت بخښلی او د فلسطین موضوع ئې  د دښمن له غوښتې سره سره   د نړۍ په لومړنۍ موضوع بدله کړې ده.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود په دې خبرې په ټينګار سره چې د غزې د خلکو  وژله او په دغې سیمې کې عامې وژلې د هر یوه وجدان لرونکي انسان زړه دردولی دی ، ووئيل، د ایران اسلامی جمهوریت دفلسطین له موضوع او د غزې د مظلوم او مقاومت کونکي  ولس د ملاتړ په موضوع کې  هیڅ هڅه نه سپموي او په د غه ملاتړ کې هیڅ   شک او شبه نه لري.

 حضرت آیت ا... العظمی سید علی خا منه اي د غزې له مظلوم ولسه  د اسلامی نړۍ  په تیره بیا دعربي نړۍ دعمومي افکارو او نړیوالو  عمومی افکارو  دملاتړ موضوع مهمه وبلله او  وې وئيل،  د فلسطین د مقاومتي چورلیز  رسندوئي او تبلیغاتي  اقدامات تراوسه  پورې ډير  ښه پر مخ  روان او  له وحشي صهونیسټي رژيمه و ړاندې دي  او باید په دې زمینې کې لازیات  اقدام وشي.

د فلسطین د حماس غورځنګ  د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه هم  په دغې کتنې کې  د فلسطین له قضیې  او په تیره بیا د غزې له مظلوم ولسه  د ایران د اسلامی جمهوریت  د حکومت او ولس  د  ملاتړونو په قدرونې اومننې سره ، دغزې د جنګ دمیداني او سیاسی  بدلونونو  یو راپور هم وړاندې کړ او وې وئيل،په وروستیو شپږو میاشتو کې  د غزې د مظلوم ولس  او  د مقاومتي ځواک  مثالی مقاومت او صبر چې  د دوی  د کلک او ریښتوني ایمان له امله دی ، سبب شوی صهیونیسټي وحشي رژیم  دغزې په جنګ  کې  خپل هیڅ یوې سټراټژيکې موخې ته ونه رسیږي.

 اسماعیل هنیّه  په دې په ټينګار سره چې  د طوفان الاقصی  عملیاتو د جنایتکار صهیونیسټي رژیم  ماته نه خوړونکی باؤؤ له مینځه یووړ او اوس صهیونیسټي دښمن  له شپږو میاشتو وروسته دراندۀ تاوانونه زغملي  او ددغه رژیم په زرګونو  پوځیان  هلاک او زخمیان شوي دي  زیاته کړه ، دغزې جنګ  یو نړیوال  جنګ دی او  دامریکا  واکمن لوری   دصهیونیسټانو د جنایتونو اصلي شریک دی ځکه په مستقیم ډول د صهیونیسټي رژيم جنګي  لارښونې په غاړه لري.

 

ټیګونه