په غزې تړانګې کې نور په لسګونو فلسطنیان شهیدان شول
په غزې تړانګې د وحشي او جنایتکار صهیونیسټي رژيم دغه حملې په داسې حال کې دي چې د ملګروملتو په امنیت شورا کې په غزې کې د فوري اوربند پریکړه لیک هم د دوشنبې په ورځې تصویب شوی دی.
زمونږخبریال راپور راکړ،په غزې کې د فلسطین روغتیائی چارو وزارت پرون ناوخته په یوې خبرتیا کې ووئيل، د و حشي صهیونیسټي رژيم په تیر شواروز بمباریو کې نور ۸۱ فلسطینیان شهیدان او ۹۳نور ټپیان شوي دي .
ډیری فلسطینی شهیدان هم تراوسه پورې تر کنډوالو لاندې دي او مرستندویه ادارې ئې له کنډوالو د ویستلو امکانات نه لري.
په راپور کې وئيل شوي دي ، له دغو یو اتیا ؤ شهیدانو سره د فلسطینیو شهیدانو شمیر تر دې دمه ۳۲ زره ۴۱۴ تنو ته رسیدلی چې د ټپیانو شمیر هم ۷۴زره ۷۸۷ کسان ښودل شوي دي چې زیاتره قربانیان ئې ښځې او ماشومان دي .
په غزې تړانګې د وحشي او جنایتکار صهیونیسټي رژيم دغه حملې په داسې حال کې دي چې د ملګروملتو په امنیت شورا کې په غزې کې د فوري اوربند پریکړه لیک هم د دوشنبې په ورځې تصویب شوی دی.