Mar 27, 2024 14:09 Asia/Kabul
  • حزب الله د «الهباریه» د جنایت په ځواب کې د صهیونیسټانو پر مرکزونو توغندوي حملې وکړې

د لبنان حزب الله پر «الهباریه» ښارګوټي د صهیونیسټانو د جنایت په ځواب کې، د نیواک شویو سیمو شمال په توغنديو سره په نښه کړ.

د لبنان د حزب الله ډلې د نیواک شویو سیمو په شمال کې دغه حمله وروسته له هغې ترسره کړه، چې صهیونیسټي رژیم نن (چهارشنبه) د لبنان په سویل کې د«الهباریه» په ښارګوټي کې د «اسلامي طبي ټولنې» ودانۍ په نښه کړه.

په دغه برید کې لږ تر لږه ۷ تنه په شهادت رسېدلي دي.

د ایسنا خبري آژانس د خبر له مخې، د اسرائیلو 12 ټلویزیوني چینل خبر ورکړی چې د لبنان حزب الله د نیواک شویو سیمو په شمال کې د الجلیل علیا سیمه له ۳۰ په ډېرو توغندیو سره په نښه کړه.

د صهیونیسټي رسنیو د اعلان له مخې، د حزب الله د توغندیز برید له امله یو صهیونیسټي په هلاکت رسېدلی او دوه نور هم ټپیان شوي دي.

د الجزیرې ټلویزیوني شبکې هم د خطر او د کریات ښارګوټي په ګډون د نیول شویو سیمو په څو نورو ښارګوټو کې هم د خطر د غږ اورېدو او چاودنو خبر ورکړی دی.

ټیګونه