نړۍ دې د فلسطین خلاف د اسرائیلو د تیري مخه ونیسي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په غزې تړانګې باندې د نیواکګر صهیونیسټي رژیم د حملو دوام په کلکه وغنده او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د فلسطین د مظلوم ولس خلاف د اسرائیلو د تیري ګرو او بدماش ډوله اقداماتو مخه ونیسي.

د پاکستان د خارجه وزارت په بیانیه کښې لولو: د بې دفاع فلسطینیانو خلاف د اسرائیلو د نیواکګرو ځواکونو له خوا له زوره بې خرته استفادې، ټول انساندوستانه اصول او د بشري حقوقو قوانین چخڼي کړي دي او پاکستان له نړیوالې ټولنې غواړي چې د فلسطین د خلکو د حقوقو د خلاف ورزۍ مخه ونیسي.
د اسلام آباد د ډیپلماسۍ مرکز ټینګار وکړ چې د فلسطین د خلکو د آرمانونو له مخې او له ۱۹۶۷ کاله د مخکښنیو سرحدونو مطابق د قدس شریف په پلازمینه توب د یو خپلواکه هیواد جوړیدل په سیمه کښې د صلحې یوازنې پایداره ضمانت دی.