د پاکستان وزیراعظم له محمود عباس سره د فلسطین بدلونونه وڅیړل
د پاکستان وزیراعظم د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو له مشر سره په ټیلیفوني خبرو کښې د فلسطین د خلکو خلاف د صهیونیسټي رژيم جنایتونه وغندل
د پاکستان وزیراعظم د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو له مشر سره په ټیلیفوني خبرو کښې د فلسطین د خلکو خلاف د صهیونیسټي رژيم جنایتونه وغندل
د پاکستان د وزیراعظم دفتر په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې عمران خان له محمود عباس سره په ټیلیفوني خبرو کښې د فلسطین د خلکو له حقوقو او د هغوي له روا مبارزې د پاکستان په پریکنده ملاتړ ټینګار وکړ.
د پاکستان وزیراعظم هم داشان د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر ته ډاډ ورکړ چې په غزه کښې د اسرئیلو د حملو له مخنیوي سره د مرستې او د فلسطین د خلکو د حقوقو د خلاف ورزۍ د بندولو په موخه د نړیوالې ټولنې د اجماع لپاره به د اسلام آباد هلې ځلې دوام ولري.
خبر زیاتوي چې محمود عباس هم د پاکستان د ملاتړونو او په غزې او مسجدالاقصی باندې د صهیونیسټي رژیم د حملو د غندلو قدرونه وکړه.
یاده دې وي چې د پاکستان وزیراعظم له دې مخکښې د عربستان له باچا او د ترکیې له ولسمشر سره په غزې باندې د نیواکګرو صهیونیسټو ځواکونو د حملو او په بیت المقدس کښې د تاوتریخوالي د زیاتیدو په هکله خبرې اترې کړې وې.
د وروستیو خبرونو له مخې په فلسطینیانو باندې د صهیونیسټي رژيم په بریدونو کښې تراوسه د ۱۷ ماشومانو په شمول۸۷ تنه شهیدان او ۴۸۰ تنه نور زخمي شوي دي.