د پاکستان په بلوچستان کښې څو ترهګر ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i100810-د_پاکستان_په_بلوچستان_کښې_څو_ترهګر_ووژل_شول
په پاکستان کښې امنیتي سرچینو په بلوچستان صوبه کښې د څو ترهګرو د وژل کیدو خبر تایید کړی دی.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 26, 2021 12:55 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

په پاکستان کښې امنیتي سرچینو په بلوچستان صوبه کښې د څو ترهګرو د وژل کیدو خبر تایید کړی دی.

په پاکستان کښې امنیتي سرچینو په بلوچستان صوبه کښې د څو ترهګرو د وژل کیدو خبر تایید کړی دی.

د پاکستان د بلوچستان صوبې له ترهګرۍ سره د مقابلې پولیسو بیګا د استخباراتي ادارو په ملتیا د کویټې ښار په غبرګه سیمه کښې د ترهګرو خلاف یولړ عملیات ترسره کړل.

امنیتي ځواکونو په دغو عملیاتو کښې د ترهګرو پر پټنځي حمله وکړه او ورسره له ښکیلیدو وروسته د ډزو په تبادله کښې څلور ترهګر ووژل شول.

خو دا معلومه نه ده چې وژل شوي کسان د کومې ترهګرې ډلې غړي وو.

د بلوچستان پولیسو له ترهګرو څخه د ډیرې وسلې او مهماتو نیول کیدو ته په اشارې سره زیاته کړه: دوه ترهګر د امنیتي ځواکونو له لاسه په تیښته بریالي شوي دي.

خبري سرچینو ویلي چې دغو کسانو په کویټه ښار کښې د سترو ترهګرو حملو پلاننګ کوه.