بلوچستان کښې د بمي چاودنې له امله څلور پاکستاني پوځیان مړه شول
Jun 15, 2021 06:17 Asia/Kabul
د پاکستان څلور تنه پوله ساتي ځواکونه د دغه هیواد په بلوچستان صوبه کښې په شوې بم چاودنه کښې وژل شوي دي.
د پاکستان څلور تنه پوله ساتي ځواکونه د دغه هیواد په بلوچستان صوبه کښې په شوې بم چاودنه کښې وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې د دغه هیواد سرحدي ځواکونه د کویټې ښار په اطرافو کښې د سړک په غاړې یو ښخ کړې شوي ماین باندې ورسم شول چې له امله یې د یو افسر په شمول څلور ځواکونه وژل شوي دي.
د دغې چاودنې پړه د خبر تر رارسیدو پورې چا نه وه منلې.