پاکستان کښې د کرامت د لسیزې وحدت رامینځته کونکی کانفرنس ترسره شو
(last modified Tue, 22 Jun 2021 00:21:47 GMT )
Jun 22, 2021 04:51 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د پاکستان په کلتوري زړه یعنې لاهور ښار کښې د ایران د کلتورخونې له خوا د کرامت د لسیزې وحدت رامینځته کونکې غونډه وشوه

د حضرت امام رضا علیه السلام او د هغوي د قدرمنې خور حضرت معصومه(س) د نیمکرغه زوکړو او د کرامت د لسیزې په مناسبت د پاکستان د کلتوري زړه په توګه په لاهور ښار کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په کلتورخونه کښې د ایراني او پاکستان ګډونوالو په شتون سره یوه وحدت پنځونکې غونډې ترسره شوه.

دغه معنوي مراسم په لاهور کښې د ایران د سرکنسول محمد رضا ناظري، د ایران د کلتوري نمایندګۍ د مشر جعفر روناس او هم داشان د اهل تسنن او اهل تشیع د یوشمیر شخصیتونو، افتخاري خادمانو، د قرآن د قاریانو او د روژې په مبارکې میاشتې کښې د کلتوري او قرآني سیالیو د ګټونکو او په لاهور کښې د استوګنو یوشمیر ایرانیانو په شتون سره ترسره شول.

په لاهور کښې د ایران سرکنسول محمد رضا ناظري د پاکستان خلکو ته د کرامت د لسیزې په مبارکۍ سره وویل: د ایران خلکو ۴۲ کاله مخکښې د امام خمنیي په مشرۍ د طاغوتي نظام په نسکورولو سره د دیني ولسواکه نظام په لړ کښې د ایران اسلامي جمهوریت جوړ کړ او په دې لړ کښې یې خلک د هیواد په مختلفو انتخاباتو کښې په ګډون سره خپل برخلیک ټاکي.

هغه له لویدیځو نظامونو سره د ایران د جمهوري اسلامي نظام توپیرونو ته په اشارې سره وویل: د لویدیځ د تش د نامې ډیموکراټ نظامونو کښې سرمایه داران او د سترو اقتصادي شرکتونو خاوندان د سترو رسندوي تبلیغاتو په مرستې سره د دغو هیوادو د ولسمشرۍ یا وزیراعظمۍ د انتخاباتو په نتیجې کښې مهم رول او اغیزه لري خو د ایران په اسلامي جمهوریت کښې ماهر او انقلابي سیاسي کسان د اسلامي نظام په چوکاټ کښې د خلکو د خدمت کولو په روحیې سره په ټولټاکنو کښې ګډون کوي او د خلکو په نیغ په نیغه رایو سره غوره کیږي.

 

ټیګونه