د پاکستان پوځ د نوي توغندوي سیسټم کامیابه آزموینه وکړه
Aug 25, 2021 12:32 Asia/Kabul
د پاکستان پوځ د (فتح۱) په نوم د ګایډډ میزایل سیسټم د بریمنې آزموینې خبر ورکړی دی
د پاکستان پوځ د (فتح۱) په نوم د ګایډډ میزایل سیسټم د بریمنې آزموینې خبر ورکړی دی
له اسلام آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې دغه نوی سیسټم پوځي ځواکونو ته دا توان او امکان ورکوي چې د دښمن په خاوره کښې خپل هدف تعقیب کړي او په ډیر دقت سره یې له مینځه یوسي.
په خبرپاڼه کښې ټینګار شوی چې د فتح ۱ په نامه دا نوی سیسټم په بشپړه ځايي توګه جوړ شوی دی.