د جرمني خارجه وزیر پاکستان ته لاړ
(last modified Tue, 31 Aug 2021 02:53:53 GMT )
Aug 31, 2021 07:23 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

هایکو ماس د افغانستان د وروستیو حالاتو په هکله له پاکستاني مشرانو سره د صلاح مشورې په موخه بیګا اسلام آباد ته تلی دی

هایکو ماس د افغانستان د وروستیو حالاتو په هکله له پاکستاني مشرانو سره د صلاح مشورې په موخه بیګا اسلام آباد ته تلی دی

د پاکستان رسمي سرچینو تیره شپه لیکلي چې جرمن خارجه وزیر هایکو ماس اسلام آباد ته رسیدلی او ټاکل شوې چې له خپل پاکستاني همرتبه شاه محمود قریشي سره ملاقات وکړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې د جرمني د خارجه وزیر په سفر کښې به د دواړو هیوادونو ترمینځ د افغانستان د وروستیو حالاتو او بدلونونو په هکله بحث او د نظر تبادله وشي.

قریشي او هایکو ماس به هم داشان د دوه اړخیزو اړیکو او په سیاسي، اقتصادي او تجارتي، امنیتي، دفاعي، کلتوري او علمي ملګرتیاؤ په پراختیا پوړې اړوندو چارو په هکله د نظر تبادله وکړي.

دا په روان کال کښې پاکستان ته د جرمني د خارجه وزیر دویم سفر دی او ټاکل شوې چې نن د پاکستان له ځینو نورو جګ پوړو چارواکو سره هم ملاقاتونه وکړي.

 

ټیګونه