پاکستان د افغان کډوالو د کیمپ د جوړولو مخالف دی
(last modified Tue, 07 Sep 2021 02:52:29 GMT )
Sep 07, 2021 07:22 Asia/Kabul
  • پاکستان د افغان کډوالو د کیمپ د جوړولو مخالف دی

د دواړو هیوادونو په سرحدونو کښې تګ راتګ یوازې د معتبرو مدارکو د لرونکو کسانو لپاره ممکن دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له افغانستان سره د خپل هیواد په ګډه پوله کښې د کډوالو د کیمپ د شتون د ګونګوسو په ردولو سره وویل: د دواړو هیوادونو په سرحدونو کښې تګ راتګ یوازې د معتبرو مدارکو د لرونکو کسانو لپاره ممکن دی.

شیخ رشید احمد په تورخم سیمه کښې له افغانستان سره د ګډې سرحدي لارې د کتنې په دوران کښې، د خبریالانو په ټول کښې د دواړو هیوادونو په سرحدي سیمو کښې د افغان کډوالو د کیمپ شتون په کلکه رد کړ او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د هندوستان له منفي تبلیغاتو دې هوښیاره ووسي.

د پاکستان داخله وزیر وویل: اسلام آباد هر هغه کس ته چې له افغانستانه د راتګ نیت لري، له ۲۱ نه تر ۳۱ ورځو پورې د ټرانزټ اسانتیاوې ورکوي.

رشید احمد همداشان کابل ته د آيي، ایس، آيي د مشر له سفره د بې وجې خفګان په خاطر د هندوستان په حکومت نیوکه وکړه او زیاته یې کړه: نوی ډیلی ولې یوازې د پاکستاني چارواکو په سفرونو اعتراض کوي حال دا چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته د انګلستان په شمول د نورو ډیرو هیوادونو چارواکي هم کابل ته تلي دي او د دغې ډلې له مشرانو سره یې لیده کاته کړې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دې ټکي ته په اشارې سره چې اسلام آباد د افغانستان په کورنیو چارو کښې له لاسوهنې ډډه کړې ده او هیڅ څوک نه پریږدي چې د پاکستان خاوره د افغانستان خلاف استعمال کړي، وویل: په افغانستان کښې د طالبانو په رسمیت د پيژندلو په هکله هم تراوسه پریکړه نه ده شوې او په راتلونکي کښې به د نړیوالې ټولنې په ملګرتیا سره فیصله کوو.

شیخ رشید احمد په افغانستان کښې صلحه، ثبات او امنیت د پاکستان په ګټه وباله او هیله یې څرګنده کړه چې په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت له جوړیدو وروسته یې دوه اړخیزې اړیکې له مخکښې نه زیاتې پیاوړې شي.

 

ټیګونه