دوه پاکستاني پوځیان په ترهګره حمله کښې ووژل شول
(last modified Sun, 12 Sep 2021 00:30:25 GMT )
Sep 12, 2021 05:00 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د پاکستان دوه تنه پوځي ځواکونه په بلوچستان صوبه کښې د ترهګرې حملې له امله وژل شوي دي

د پاکستان دوه تنه پوځي ځواکونه په بلوچستان صوبه کښې د ترهګرې حملې له امله وژل شوي دي

پاکستاني رسنیو پرون وویل چې ترهګرو د بلوچستان صوبې په کچ سیمه کښې د دغه هیواد د پوځیانو په یو کاروان باندې حمله وکړه چې په کښې دوه ځواکونه مړه او یو بل زخمي شوی دی.

په عین حال کښې د هم دغې بلوچستان صوبې په قلات سیمه کښې د پاکستان د پوځي ځواکونو د ګاډي په لاره کښې یو بم وچاودیده چې له امله یې دوه پوځیان او دوه تنه ملکي وګړي ژوبل شوي دي.

د دغو ترهګرو بریدونو پړه تراوسه چا نه ده منلې.

له بلې خوا په شمالي وزیرستان کښې د ترهګرو ډلو خلاف د پاکستان د پوځ په عملیاتو کښې یو ترهګر مړ او ۶ نور ژوندي ونیوې شول.

له ترهګرو څخه د شمالي وزیرستان د پاکولو په لړ کښې پوځي عملیات په پراخه پيمانه روان دي.

 

ټیګونه