په پاکستان کښې دوه ترهه ګر هلاک شولپه پاکستان کښې دوه ترهه ګر هلاک شول
د پاکستان فوځ د ترهه ګرۍ په خلاف دوو عملياتو کښې په بلوچستان صوبه او په شمال وزيرستان ضلع کښې د ترهه ګرۍ په خلاف د دوو علمياتو د کاميابۍ خبر ورکړ.
له اسلام آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د پاکستان د فوځ د تعلقات عامه د دفتر د رپوټ له مخې د دغه هېواد فوځي ځواکونود استخباراتي ادارو په مرستې سره د شمالي وزيرستان په دته خېل کلي کښې د څو ترهه ګرو د پټېدو ځاے کشف کړ بيا يې عمليات شروع کړل. د پاکستان د فوځ د وېنا له مخې د دواړو خواو ترمېنځ د سختو نښتو له کبله دوه ترهه ګر په هلاکت اورسېدل. د دغو ترهه ګرو د پټېدو له ځاے څخه څو مختلفې وسلې او چاودېدونکي مواد هم کشف شول.
همدارنګ بلوچستان صوبې په پشين سيمه کښې د ترهه ګرۍ په خلاف يو لړ عملياتو کښې چې د پاکستان له ترهه ګرۍ سره د مبارزې د ادارې سي ټي ډي او د دغه هېواد د فوځ په ملګرتيا سره په يو لړ عملياتو کښې تر تعقيب لاندې دوه ترهه ګر ونيول شول.
خبري سرچينو زياته کړه، دغه ترهه ګر چې د ممنوع الفعاليت ډلو غړي دي د بم د چاودنې او په امنيتي ځواکونو باندې د حملو په شمول په څو ترهه ګرو حملو کښې لاس لرلے دے.