د پاکستان په کویټه کښې بم چاودنې یوپولیس وژلی او اولس نور ژوبل کړي
(last modified Mon, 18 Oct 2021 11:47:37 GMT )
Oct 18, 2021 16:17 Asia/Kabul
  • د پاکستان په کویټه کښې بم چاودنې یوپولیس وژلی او اولس  نور ژوبل کړي

زمونږ خبریال وايي رسنیو وویل چې د پاکستان د بلوچستان صوبې په کویټه کښې د بلوچستان پوهنتون ته نږدې نن په سریاب سړک کښې بم چاودنه شوي ده چې تراوسه یې یو(۱) پولیس وژلی او اولس (17) نورکسان یې ژوبل کړي چې دیارلس (۱۳) کښې پولیس او څلور (۴) پکښې لارویان شامل دي .

ویل کیږي چې دغه بم چاودنه د پولیسو یوې ګزمې ته نږدې شوي.

پولیسو هم وویل د دغه بم چاودنې هدف پولیس وو .

امنیتي ځواکونه د پیښې ځای ته رسیدلي دي او سیمه یې کلابند کړي ده .

ویره شته چې د مړو او د ژوبلو کسانو شمیر نور هم زیات شي .

وروستی خبر وايي چې دغه بم چاودنه په یوه (۱) موټر سایکل کښې د کیښودل شوي بم له کبله شوي ده چې هدف  یې د محصیلینو د اعتراضیه  غونډه وه چیرې چې پولیسو سخت امنیتي تدبیرونه غوره کړي وو .

پولیسو وویل ترهګر غوښتل بم چاودنه د محصیلینو په مینځ  کښې وکړي خو د پولیسو د تدبیرونو په وجه ونه توانید خپل هدف ته ورسیږي او د پولیسو د ګزمې په لاره کښې یې بم چاودنه وکړه .

 

ټیګونه