د افغانستان د سولې لپاره له ایران سره غږملتیا اهمیت لري
(last modified Wed, 27 Oct 2021 00:27:15 GMT )
Oct 27, 2021 04:57 Asia/Kabul
  • د افغانستان د سولې لپاره له ایران سره غږملتیا اهمیت لري

ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ایران له اسلامي جمهوریت سره نږدې غږملتیا په افغانستان کښې د سولې د ټینګیدا لپاره اهمیت لرونکي وبلله .

د پاکستان خارجه وزارت پرون په یوې (۱) بیانیې کښې په تهران کښې د ایران د اسلامي جمهوریت او د خپل هیواد د خارجه وزیرانو د کتنې ، د دواړو هیوادونو د پلاویو د غونډو د ترسره کیدا او د حسین امیر عبداللهیان او د شاه محمود قریشي د خبري کانفرنس جزیات بیان کړل .

د دغه بیانیې پراساس د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان په چارو کښې د پاکستان د لومړي وزیر د ځانګړي استازي محمد صادق او په تهران کښې د پاکستان د سفیر رحیم حیات قریشي په ګډون سره د ایران له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان او د ایران د پلاوي له غړیو سره کتنه وکړه .

د پاکستان خارجه وزیر قریشي په دغه کتنې کښې د ایران اسلامي جمهوریت د نږدې ګاونډي او په سیمه کښې د مهم هیواد په توګه یاد کړ او ویې ویل په افغانستان کښې د پایداره سولې او د ثبات ګډ هدف ته د رسیدا لپاره د تهران او د اسلام اباد ترمینځ نږدې غږملتیا ډیر اهمیت لري .

هغه په ټولو زمینو کښې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د دوه اړخیزه اړیکو پراخولو ته د پاکستان په ژمنې باندې ټینګار سره وویل اسلام اباد ایران نږدی او مهم ګاونډی ګڼي .

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي د هندوستان تر کنټرول لاندې د کشمیر سیمې په موضوع کښې د ایران د همیشنیو ملاتړونو قدرونه وکړه .

 

ټیګونه