د اسلامي مقدساتو د سپکاوي په خاطر د فرانس په خلاف په پاکستان کښې د مظاهرو دوام
خبري سرچينو په پاکسان کښې د فرانس په خلاف د مظاهرو د دوام خبر ورکړ.
د اېرنا د رپوټ له مخې د اسلامي مقدساتو په د سپکاوي په خاطر د فرانس په خلاف په پاکستان کښې د لبيک پاکستان نومې يوې مذهبي ډلې لخوا د احتجاجي مظاهرو له شروع کېدو نه د څو ورځو د تېرېدو باوجود د دغو مظاهرو د ختمولو لپاره د پاکستان له چارواکو سره د دغې مذهبي ډلې د چارواکو خبرې اترې څه نتيجې ته ونه رسېدې او احتجاج کؤنکو د مظاهرو د دوام او د اسلام آباد په لور د لاريون کولو اعلان وکړ.
له بلې خوا د پاکستان د کورنيو چارو د وزير شېخ رشيد احمد او د اطلاعاتو وزير فواد چودري په شمول حکومتي چارواکو هم احتجاج کونکو ته خبردارے ورکړے دے چې له زغمه دې کار واخلي او د اسلام اباد لوري ته له حرکت او تشدد څخه دې ډډه وکړي ګني ورسره به د ترهه ګرو او بلوه کؤنکو په توګه چلند اوشي.
د دغې مذهبي ډلې اصلي غوښتنې له اسلامه د ويرونې او د خداے د ګران رسول (ص) په شان کښې د سپکاوي په خاطر په فوري توګه له پاکستانه د فرانسې د سفير وېستل د غېرقانوني تنظيمونو له لېسټ څخه د دغې ډلې د نوم وېستل او د ډلې مشر سعد رضوي له بنده آزادول بيان شوې دي.
د پاکستان رسنيو د حکومتي سرچينو له قوله ليکلي دي چې په دغو مظاهرو کښې د وسله والو احتجاج کؤنکو په ډزو سره تر اوسه پينځه پوليس وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي
د احتجاج کؤنکو چارواکو هم ادعا کړې چې له پوليسو سره په نښتو کښې د هغوي لږ تر لږه پينځه سوه تنه ژوبل شوي او په سلګونو نور نيول شوي دي.