د تحریک لبیک زرګونو کسان د ګجرانواله په لور روان دي
(last modified Thu, 28 Oct 2021 10:38:18 GMT )
Oct 28, 2021 15:08 Asia/Kabul
  • د تحریک لبیک  زرګونو کسان د ګجرانواله په لور روان  دي

زمونږ خبریال وايي هغه لاریون چې د تحریک لبیک پاکستان په زرګونو کسان پکښې شامل دي د پنجاب صوبې له کاموکی سیمې روان شوی او نن ګجرانواله ښار ته نږدی شوی .

د تحریک لبیک پاکستان ډلې کابو څلورزره (۴۰۰۰) کارکونکي په لویو ټرکونو او بسونو کښې له سازوسامانونو سره یوځاې په لویو لارو روان شوي دي او د دغه ډلې فعالان چې کوتکې ورسره دي له ټولو خواو څخه د لاریون ساتنه کوي .

ویل کیږي  د تحریک لبیک پاکستان دغه لاریون «قلعه چاند »لارې تیریدا وروسته د اسلام اباد په لور خپل حرکت ته دوام ورکړي .

د تحریک لبیک پاکستان مظاهره چیانو له پرون راهسې په ګجرانواله کښې لویه لاره بند کړي ده او د سیمې د وسیدونکو لپاره یې مشکلات رامینځته کړي دي .

 له تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو راهسې د پنجاب صوبې له کاموکی تحصیل څخه تر جهلم سیمې پورې د موبائیل ټیلي فونونو سروس بند کړی شوی دی .

د پاکستان پولیسو او رینجر ځواکونو د چناب سیند او وزیر اباد سیمې ته نږدې مورچې نیولي دي .

پولیسو وویل چې امنیتي پلان دا دی چې د  ګجرانواله سیمې پرځاې وزیراباد او چناب سیند ته نږدې د تحریک لبیک پاکستان فعالان وردول شي .

د تحریک لبیک پاکستان غړیو تراوسه څلور(۴) پولیس وژلي او دوه سوه اویا(۲۷۰) نور یې ژوبل کړي دي خو دغه ډله ادعا کوي چې دوې دغه پولیس مړه او ژوبل نه دي کړي .

Image Caption

 

ټیګونه