د تحریک لبیک پاکستان د غړیو لاریون دوام لري
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د تحریک لبیک ډلې غړیو نن د پنجاب صوبې له ګجرانواله سیمې څخه خپل لاریون له سره پیل کړ او د دغه ډلې په زرګونو فعالانو په موټرګاډو ، بسونو او په پلې توګه د اسلام اباد په لور لاریون ته دوام ورکړی .
د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر شیخ رشید لخوا د تحریک لبیک غړیو ته له خبرداري ورکولو سره سره چې د لاریون د بندولو غوښتنه یې کړي وه د دغه ډلې غړیو بیګا شپه په جنرال بس سټینډ کښې تیره کړه او نن سهار یې لاریون له سره پیل کړ .
د تحریک لبیک دغه لاریون چې کابو پینځه زره (۵۰۰۰) کسان پکښې ګډون لري د وزیراباد سیمې په لور روان دی او په دغه سیمه کښې به د جمعې لمانځه لپاره ایسار شي .
نن د پنجاب صوبې په چناب ټول پلازه سیمه کښې په زرګونو پولیس او رینجر ځواکونه دیره شوي دي چې له لاریون کونکو سره مقابله وکړي .
ویل کیږي چې له پولیسو او رینجر ځواکونو سره زغر ګاډي او وسلې هم شته .
د پاکستان رینجر ځواکونو وزیراباد سیمې ته نږدې د لاریون کونکو لپاره سره کرښه ټاکلي ده او مظاهره چیانو ته یې ویلي دي که چیرې له دغه سرې کرښې تیر شي نو ورباندې به په ډزې وکړي .
په پنډۍ ښار کښې هم ځايي حکومت دغه ښار ته ټولې تلونکي لارې بندې کړي دي .