په پاکستان کښې د ډينګي تبې وائرس په خپرېدو دي
په پاکستان کښې د کورونا وائرسو له کمېدو سره په يو وخت د دغه هېواد خلق او حکومت د ډينګي نومې تبې د مرګوني وائرسو د خپرېدو له مشکل سره مخامخ شوي دي.
د پاکستان د روغتيا د ملي ادارې په نقل سره د اېرنا د رپوټ له مخې په تېرو دوو مياشتوکښې د دغه هېواد په مختلفوښارونو کښې له پينځويشت زروزيات کسان په دغو وائرسو اخته شوي دي او د دغو مرګوني وائرسو له کبله تر اوسه يوازې په پنجاب صوبه کښې ۴۵ تنه مړۀ شوي دي.
د دغه رپوټ له مخې د پاکستان په پائتخت اسلام اباد کښې هم په ډينګي تبې د اخته کسانو شمېر له درې نيم زرو نه زيات شوے دے او تر اوسه په دغه سيمه کښې دولس تنه د دغې بيمارۍ له کبله مړۀ شوي دي.
په پاکستان کښې د روغتيائي کارپېژاندو د وېناو له مخې ډينګي بيماري يو ډول سخته تبه ده چې د ډينګي نومې يو ماشي د چيچلو په وجه رامنځته کيږي چې په نتيجه کښې د بند دننه سېسټم تر څو ورځو پورې له عام حالته اوځي او د بدن په څرمن باندې د سور رنګ داغونو او دانو راختلو او سختې تبې سبب کيږي.