پاکستان یوځل بیا په امریکې نیوکه وکړه
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د شتمنیو د بلاک کولو په خاطر په امریکې باندې نیوکه کړې ده
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د شتمنیو د بلاک کولو په خاطر په امریکې باندې نیوکه کړې ده
شاه محمود قریشي پرون په یوه مقاله کښې د افغانستان د مرکزي بانک د اسعاري زیرمو په بندولو او د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا امریکې له خوا د طالبانو خلاف په بندیزونو باندې په نیوکې سره وویل: دا کار د افغانستان د بانکي سیسټم د فلج کیدو سبب شوی دی او د انساندوستانه اهدافو مخه نیسي.
د پاکستان خارجه وزیر زیاته کړې، د افغانستان د خلکو د ژوند د ژغورنې او د ابتدايي خدماتو د فعالولو لپاره د طالبانو خلاف د بندیزونو ختمیدل ضروري دي.
قریشي خبرداری وکړ چې د افغانستان د شمنیو بند ساتل او په طالبانو باندې د بندیزونو دوام، له ترهګرۍ او د نشه ایزو توکو له قاچاق سره په مقابله کښې د نړیوالې ټولنې ګډ اهداف کمزورې کوي.