عمران خان:
بوټو او شریف کورنۍ د پاکستان د ستونزو مسئولې دي
د پاکستان وزیراعظم د بینظیر بوټو او نواز شریف د کورنیو غړي د خپل هیواد د ستونزو او فساد له اصلي عواملو وبلل
عمران خان په یوه وینا کښې د خپل هیواد د ګډوډ حالت په تیره بیا د اقتصادي برخې د خرابوالو د وجوهاتو په بیانولو سره وویل: پاکستان ډیرې بډایه سرچینې لري خو بوټو او شریف کورنیو د خپلو واکمنیو په پړاؤنو کښې هغه په بې انصافۍ سره وکارولې.
عمران خان زیاتوي چې حکومت یې غواړي له فساد سره د مبارزې له لارې پاکستان په یو پياوړي هیواد بدل کړي او په دې موخه له دغو دوو ډیرو مالدارو کورنیو سره مقابله کوي.
د پاکستان وزیراعظم هم داشان د افغانستان د کړکیچ په هکله د اندیښنې په ښودلو سره وویل: هغوي له مختلفو ستونزو په تیره بیا له سختې لوږې سره مخامخ دي او امریکا ته پکار دي چې نیولې شتمنۍ یې ازادې کړي.
عمران خان د کشمیر مسئلې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: نیول شوی کشمیر د یو زندان په څیر دی او د دغې سیمې اته میلیونه خلک مجبور دي چې په یو ستر جیل کښې ژوند تیر کړي.