په پاکستان کښې د ګېسو د سخت کمښت اقتصادي نتائج
د پاکستان په سترو ښارونو کښې د ګېسو د کمښت په وجه رامنځته شوي بحران نه يوازې کورني مصارف بلکه د هوټلونو په شان تجارتي مرکزونه هم له جدي مشکل سره مخامخ کړي دي. دغه حالت د ګېسو بيه هم زياته کړې او په پاکستان کښې د ګرانۍ د اندازې د بې مخينې زياتوالي هم سبب شوےدے.
د جيو نيوز چېنل د رپوټ له مخې د کراچۍ، لاهور، اسلام آباد، راولپنډۍ او پېښور ښارونه د ګېسو له کمښت سره مخامخ دي. همدارنګ د اسلام آباد حکومت په دغه هېواد کښې د انرجۍ د کمښت د بحران د بنيادي هواري لپاره جدي کوشش نه کوي او هر کال خلق د کورنيو مصارفو او همدارنګ د صنعتونو او مختلفو تجارتي او معيشتي برخو کښې له دغه مشکل سره مخامخ دي.بې له شکه د پاکستان حکومت له مختلفو لارو چارو څخه د تېلو او ګېسو په واردولو سره د سونګو په برخه کښې د دغه هېواد مشکلات هوارولې شي. خو په دې مېنځومان کښې د ايران له اسلامي جمهوريت څخه د ګېسو اخېستل په پاکستان کښې د ګېسو د بحران د هواري لپاره ترټولو ساده او مطمئنه لار ده چې د تل لپاره په دغه هېواد کښې د سونګو بحران ختمولې شي.
په پاکستان کښې د اقتصادي مسائلو کارپېژاندے رحمت ا... خان وردک په دې اړه وائي:
له ايران سره د پاکستان د انرجۍ مبادلات او له دغه هېواد څخه د تېلي څيزونو له قاچاق څخه مخنيوے به د پاکستان د ضرورت وړ سونګو د پوره کولو ترڅنګه د تيلي شرکتونو پراختيا او د دغه هېواد د اقتصادي مشکلاتو پوره کول په ځان پسې ولري.
په همدې لړ کښې د ايران اسلامي جمهوريت له څه د پاسه دوو لسيزو راهسې برصغير ته د ايران د ګېسو د انتقال پائپ لائن جوړولو وړانديز کړے دے چې د هند او پاکستان ترمېنځ د پائېدارې صلحې او امنيت له ټينګښت سره د مرستې ترڅنګه به په دې لړ کښې د هغوي مشکلات هم په بنيادي توګه هوار شي. د ايران اسلامي جمهوريت د دغه وړانديز د عملي کولو لپاره د پاکستان ترپولې پورې د ګېسو د انتقال پائپ لائن غزولے دے او د آصف علي زرداري د ولسمشرۍ په وخت کښې د دغه هېواد په خاوره کښې د پائپ لائن د غزولو موافقه ليک هم لاسليک شو.
په پاکستان کښې د اقتصادي مسائلو شناندې مېرمن اسماء شيرازي دا باور لري چې د پاکستان خلق چې په دې وروستيو کلونو کښې د انرجۍ د کمښت له تريخ بحران سره مخامخ شوي دي، د ايران د ګېسو د انتقال د منصوبې د پوره کولو او عملي کولو غوښتونکي دي. د دغې منصوبې عملي کېدل د واشنګټن په وړاندې د اسلام آباد د مقاومت توان هم زياتوي.
خو د پاکستان له لارې برصغير ته د ايران د ګېسو د انتقال د پائپ لائن منصوبې د عملي کېدو په اړه دغه هېواد يو لړ سياسي او امنيتي مشکلات او ملاحظات لري او په همدې وجه د پاکستان حکومت تر اوسه د ايران د ګېسو د انتقال د پائپ لائن د منصوبې د عملي کولو لپاره څه مهم او بنيادي ګام نه دے اوچت کړے.
په پاکستان کښې هر کال د ګېسو د کمښت بحران ته په پام سره که د دغه هېواد حکومت موجود مشکلات ختم کړي نو دغه ستونزه هوارېدې شي او د پاکستان اقتصادو ته د ډېر زيان له رسېدو څخه به مخنيوے وکړي.
-------