په پاکستان کښې د ترهه ګريزو پېښو زياتوالے
(last modified Sat, 01 Jan 2022 01:22:22 GMT )
Jan 01, 2022 05:52 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د ترهه ګريزو پېښو زياتوالے

په پاکستان کښې په ۲۰۲۱ کال کښې د تېر کال په نسبت ترهه ګريزو پېښو شپږ پنځوس فيصده زياتوالے لرلے دے.

د جيو نيوز په نقل سره زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د پاکستان د سټراټيجکو مطالعاتو ادارې په خپل کلني رپوټ کښې وليکل؛ په تېره ۲۰۲۱ کال کښې په دغه هېواد کښې په 294 ترهه ګريزو پېښو کښې 376 کسان ووژل شول او 606 تنه نور هم ژوبل شول چې له تېره کال سره په پرتله کښې د سرتاوانونو شپږ پنځوس فيصده زياتوالي ښودنه کوي.

د دغه رپوټ له مخې د پاکستان بلوچستان صوبې په تېر ۲۰۲۱ کال کښې ترټولو زياتې ترهه ګريزې پېښې لرلې دي او ورپسې د خېبر پښتونخوا صوبې قبائيلي سيمو په ۱۰۳ ترهه ګريزوحملو سره دويمه رتبه لرلې ده.

د پاکستان د سټراټيجکو مطالعاتو د ادارې د اعلان له مخې د تېر کال په ترهه ګريزوپېښو کښې184 عامه خلق او 192 امنيتي ځواکونه ووژل شول. همدارنګ په تېر کال کښې د پاکستان د امنيتي ځواکونو په لاس 188 ترهه ګر وژل شوي او 220 تنه نور هم نيول شوي دي.

 

ټیګونه