پاکستان کښې د اورګاډي مخې ته چاودنه شوې ده
Jan 19, 2022 07:37 Asia/Kabul
د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د مسافري اورګاډي په لاره کښې د چاودنې له امله لسګونه کسان زخمي شوي دي
په دغې چاودنې کښې چې د مرګ ژوبلې په اړه یې کره معلومات نه دي خپاره شوي، له کویټې نه د پيښور په لور د تلونکي اورګاډي څو ډبۍ، بولان سیمې ته نزدې واوړیدلې.
د پيښې زخمیان چې ښځې، سړي او ماشومان په کښې شامل وو، درملیزو مرکزونو ته منتقل کړی شول.
روغتوني سرچینو د ځینو زخمیانو بد حالت ته په پام سره، د هغوي د مړینې احتمال ورکړی دی.
د پاکستان امنیتي ځواکونه د پیښې ځاې ته رسیدلي او د چاودنې جاج اخلي.
پرون هم داشان ترهګرو ډلو په پلازمینه اسلام آباد او د پاکستان او افغانستان او افغانستان په ګډه پوله کښې په امنیتي ځواکونو حملې وکړې چې له امله درې تنه مړه او درې نور زخمي شوي دي.