د پاکستان په راولپنډي کې د شهید «قاسم سلیمانی» د درنښت مراسم تر سره شو
(last modified Sat, 22 Jan 2022 02:04:51 GMT )
Jan 22, 2022 06:34 Asia/Kabul
  • د پاکستان په راولپنډي کې د شهید «قاسم سلیمانی» د درنښت مراسم تر سره شو

په پاکستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت د سلامشورو په پایله کې د «راولپنډۍ» په ښار کې د شهید قاسم سلیمانی د درنښت مراسم او د هغه شهید په اړه له «سیمای سلیمانی» کتاب څخه مخکتنه وشوه.

په پاکستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت فرهنګي سلاکار د شهید سلیماني د شهادت د دوهمي کلیزي څخه په درنښت سره، وویل: د سردار سلیمانی شهادت د ایران لپاره یوه ملي او د اسلامي نړۍ لپاره یوه نړیواله پېښه وه. پاکستانی عالم  «کوثر عباس قمي» هم په یاد مراسم کې یادونه وکړه چي سردار قاسم سلیمانی یو ستر مجاهد و چي د اسلام دښمنان ورڅخه سخته وېره لرل.  د پاکستان د اهل تسنن وتلی عالم «علامه حېدر علوي» زیاته کړه: سردار سلیمانی د اسلام ساتونکی و او دښمنانو ته اجازه نه ورکول چي په مسلمانانو تېری وکړي.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو قومندان سردار سلیمانی د ۲۰۲۰ میلادي کال د جنورۍ په میاشته کې د عراق د دولت په بلنې سره بغداد ته سفر وکړ چي د بغداد په هوایي میدان کې د امریکې د ترهګرو ځواکونو له لوري په نښه شو او د عراق حشد الشعبي ځواکونو له مرستیال ابومهدی المهندس سره یو ځای په شهادت ورسېده.

 

ټیګونه