لاهور کښې یو خبریال ووژل شو
Jan 25, 2022 08:58 Asia/Kabul
د پاکستان په پنجاب صوبې کښې د لاهور پریس کلب د شورا غړی ټرور شوی دی
د پاکستان په پنجاب صوبې کښې د لاهور پریس کلب د شورا غړی ټرور شوی دی
د کیپیټل نیوز ټي وي چینل د جرمونو د برخې خبریال او د لاهور مشهور رسندوي شخصیت حسنین شاه باندې د لاهور پریس کلب مخې ته د نامعلومو کسانو له خوا حمله وشوه او ووژل شو.
د پاکستان د جرنلسټانو اتحادیې او رسندوي ډلو د دغه خبریال او جرنلسټ قتل وغنده او له حکومت او امنیتي ارګانونو څخه یې د رسنیو د فعالانو د حقوقو د خوندي کولو غوښتنه وکړه.