په بلوچستان کښې د پاکستان په فوځ ترهه ګريزه حمله
(last modified Sat, 29 Jan 2022 13:28:48 GMT )
Jan 29, 2022 17:58 Asia/Kabul
  • په بلوچستان کښې د پاکستان په فوځ ترهه ګريزه حمله

پاکستان د بلوچستان صوبې په سوئي سيمه کښې په تېرو لسو ورځو کښې په دويمه ترهه ګريزه حمله کښې څلور تنه ووژل شول او تقريباً لس تنه نورو هم ژوبل شول. په دغه حمله کښې د امنيتي ځواکونو وړونکے يو ګاډے په نښه کړے شو.لس ورځې مخکې ه د پاکستان يوې فوځي پوستې باندې د ترهه ګرو په حمله کښې لس تنه ووژل شول.

بلوچستان لبرېشن آرمي او بلوچستان نېشنل فرنټ دوه جدائي غوښتونکې ډلې د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې فعالې دي چې په وروستيو کلونو کښې يې په دغه صوبه کښې خپلې ترهه ګريزې حملې زياتې کړې دي. بلوچستان صوبه د جغرافيائي پراختيا له نظره د پاکستان ترټولو لويه صوبه ده.د ګوادر ټرانزېټي بندر په دغه صوبه کشې شتون لري او له د معدني سرچينو له نظره يوه لاس نه لګېدلې سيمه ګڼل کيږي. په بلوچستان صوبه کښې د پانګونې لپاره د پاکستان د حکومت بې وسي د دې سبب شوې چې چې له چين سره په ملګرتيا کښې د بلوچستان صوبې د خلقو د ژوند د حالت د ښه کېدو لپاره يو لړ هلې ځلې شروع کړي او کوشش کوي چې له دغه صوبې څخه د فقر او بې وزلۍ په ختمولو سره د ترهه ګرو ډلو فعاليت ختم کړي. ځکه چې د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې بېلتون غوښتونکو ډلو يوه بهانه  د غني معدني او سمندري غني سرچينو د لرلو باوجود د دغې صوبې معيشتي مشکلاتو، بې روزګارۍ او فقر دوام  دے.  د پاکستان د مسائلو کارپېژاندے پيرمحمد ملازهي په دې باره کښې دا باور لري چې له تېرو وختونو سره په پرتله کښې د پاکستان کورني مشکلات زيات شوي دي. منجمله په بلوچستان صوبه کښې د نېشنلېسټو بېلتون غوښتونکو ډلو فعاليت دے چې د اسلام اباد لپاره يو لړ جدي مشکلات رامنځته کړي دي. په وروستيو مياشتو کښې د پاکستان  د استتخباراتو د ادارې د مشر بدلون په دغو مشکلاتو باندې د غلبې لپاره د دغه هېواد له هلو ځلو څخه ګڼل کيږي.په سيمه کښې مختلفو وسله والو ډلو فعاليت ته په پام سره چې د اسلام اباد د دوديز سيال په توګه له هند سره د پاکستان په تعلقاتو باندې منفي تاثير لري. ځينې سياسي ټولنې د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د بېلتون غوښتونکو ډلو فعاليت د سيمه ايزو اونړيوالو استخباراتي ادارو د مقبالې په لړ کښې ګڼل کيږي چې له هغو څخه د امريکې په شان د بهرنيو قوتونو هلو ځلو ته اشاره کولې شوو چې هم هغه شان  د پاکستان د بلوچستان صوبې د ناامنه کولولپاره په کوشش سره په دغه صوبه کښې د چين د پانګونې د دوام او د يوې لار او يو بېلټ منصوبې د  اجرا خنډ شي. بلوچستان صوبه د دغې منصوبې يو ټرانزېټي لار ده چې د چين له سين کيانګ صوبې څخه شروع کيږي. په امريکه کښې د پاکستان پخواني سفير حسېن حقاني په دې باره کښې وائي:  د پاکستان د بلوچستان صوبې زياتې برخې د دغه هېواد د حکومت په کنټرول کښې نه دي.په همدې وجه د پاکستان حکومت پردي قوتونه په خاصه توګه هند تل په دغه صوبه کښې له شورشي ډلو څخه په ملاتړ تورنوي. په هر  حال د ځينو ټولنو له نظره د پاکستان بلوچستان صوبه  ترټولو پېچلې سيمه ده او د اسلام اباد حکومت په دغه سيمه کښې د فقر د ختمولو او د ترهه ګرو ډلو لخوا د کسانو د بهرتي کولو لپاره د هر ډول فرصت له منځه وړل يو لړ ضروري اقداماتو په تېره بيا د سرمائې عادلانه وېش ته ضروروت لري.ځکه چې د پاکستان د بلوچستان صوبې د خلقو ترمېنځ دا مطلب اخېستنه مطرح ده چې په دغه سيمه کښې د کورنيو او بهرنيو هر ډول پانګونو ګټې په نورو صوبو کښې  د پاکستان د اوسيدونکو په برخه کيږي.

-------

 

ټیګونه