په پاکستان کښې د اسلامي انقلاب د کاميابۍ د کليزې جشن
نن د ۱۴۰۰ هجري نمريز کال د سلواغې ۲۲ نېټه چې د ۲۰۲۲ کال د فرورۍ له ۱۱ سره سمون خوري د حضرت امام خمېني (رح) په مشرۍ د ايران د اسلامي انقلاب دکاميابۍ درې څلوېښتمه کليزه ده.
د ايران د اسلامي انقلاب د کاميابۍ د کليزې له رارسېدو سره سم د پاکستان د بلوچستان صوبې په کوئټه ښار کښې د ايران د کلتوري مرکز په اهتمام سره د د ټولنو په تمدن جوړونه او پرمختګ کښې د انساني سرمائې رول ترعنوان لاندې يو عملي غونډه اوشوه.
د ايرنا د رپوټ له مخې په دغه وحدت زېږؤنکې غونډه کښې د بلوچستان صوبې د شيعه او سني علماؤ په شمول د کوئټې شار کلتوري، سياسي، علمي او مذهبي شخصيتونو او همدارنګ د ايران د کلتوري مرکز مشر او يو شمېر ايراني سفارتکارو ګډون وکړ.
په دغه رنګارنګ پروګرام کښې د انقلاب په زړۀ پورې ترانې غږېدې او د ايران انقلاب د لويديځ له نظره او د نړۍ له سترو انقلابونو سره په پرتله کښې د اسلامي انقلاب ځانګړتياوې په شان ديارلسو عنوانو سره بروشرونه د غونډې هال ته په ننوتلو سره د طبي پروټوکولونو په خيال ساتنې سره په خلاصه فضاء کښې نندارې ته اېښودل شوي وو.
نن د ۱۴۰۰ هجري نمريز کال د سلواغې ۲۲ نېټه چې د ۲۰۲۲ کال د فرورۍ له ۱۱ سره سمون خوري د حضرت امام خمېني (رح) په مشرۍ د ايران د اسلامي انقلاب دکاميابۍ درې څلوېښتمه کليزه ده.
چې په دې موقع د ايران د اسلامي جمهوريت په شمول د نړۍ په مختلفو هېوادونو او سيمو کښې د انقلاب مينه وال دغه کليزه په شانداره طريقه نمانځي او مختلفې غونډې او لاريونونه جوړوي.