پاکستان کښې بم چاودنې درې کسان وژلي
Mar 03, 2022 06:21 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه ښار کښې په فاطمه جناح روډ کښې د پولیسو یوه ګاډي ته نږدې په بم چاودنه کښې د پولیسو د یوه افسر په شمول درې کسان وژل شوي او څلرویشت نور ژوبل شوي دي .
دغه بم چاودنه بیګا د شپې اوه بجې شوي ده او پکښې کابو دوه نیم کلوګرامه چاودیدونکي مواد کارول شوي دي .
په دریو وژل شویو کسانو کښې د پولیسو یو افسر یعني ډي ایس پي هم شامل دی .
د پاکستان بلوچستان صوبه هم د ډیرو ترهګرو ډلو د فعالیتونو اصلي مرکز ګڼل کیږي او په دغه صوبې کښې په لسګونو ترهګرې ډلې په ډیرې ازادۍ سره ترهګر فعالیتونه کوي او خلک وژني .