بلوچستان کښې په شوې چاودنې کښې پنځه پاکستاني عسکر مړه شوي
(last modified Wed, 09 Mar 2022 00:27:31 GMT )
Mar 09, 2022 04:57 Asia/Kabul
  • بلوچستان کښې په شوې چاودنې کښې پنځه پاکستاني عسکر مړه شوي

د پاکستان د بلوچستان صوبې په سبي سیمه کښې پرون د شوې چاودنې له امله ۵ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي دي

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د سبي سیمې پرونې چاودنې په بلوچستان کښې امنیتي فضا خرابه کړې ده او د دغې صوبې ټول روغتونونه تیارسي شوي دي.

خبري سرچینو ویلي چې په دې چاودنې کښې امنیتي ځواکونه په نښه شوي دي او زیاتوي چې له امله یې څه باندې ۳۰ تنه نور زخمي شول چې د ځینو زخمیانو حالت هم بد رپورټ شوی او له امله یې د مړو د شمیر د زیاتیدو احتمال شته دی.

تراوسه هیڅ کس یا کومې ډلې د بلوچستان د چاودنې پړه نه ده منلې خو پاکستاني چارواکي معمولاً بلوچ وسله وال او شورشي ډلې په ترهګرو حملو او چاودنو کښې په لاس لرلو تورنوي.

د پاکستان حکومتي چارواکو او د ګوندونو مشرانو د بلوچستان پرونۍ ترهګره چاودنه غندلې ده.

 

ټیګونه