د پېښور په جومات د حملې درې ترهه ګر عاملان هلاک کړې شول
Mar 10, 2022 06:24 Asia/Kabul
د پاکستان له ترهه ګرۍ سره د مبارزې ادارې سي ټي ډي په پېښور کښې په اماميه جامع جومات د تېرې جُمعې د ترهه ګريزې حملې د دريو عاملانو د هلاکېدو خبر ورکړ.
د يادونې ده چې د تېرې جمعې په ورځ يو ترهه ګر د پېښور ښار په اماميه جامع جومات کښې جُمعې د نمانځه په دوران کښې په ځان وژونکې حملې سره تر سلو تنو نمونځګزاري شهيدان او تر دوو سوو پورې هم ژوبل کړل.
د اېرنا د رپوټ له مخې پاکستاني رسنيو پرون وويل، د پېښور او خېبر سيمې ترمېنځ لاره کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې د ځواکونو په عملياتو کښې په جومات باندې د ترهه ګريزې حملې د پلانؤنکي نېټ ورک درې غړي وپېژندل او له امنيتي ځواکونو سره د ډزو په مقابله کښې هلاک شول.
داعش ترهه ګرې او تکفيري ډلې د دغې حملې ذمه واري په غاړه اخېستې وه.