پاکستان کښې له وخت مخکې انتخابات کیدلای شي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد د واکمن تحریک انصاف ګوند غړیو ته په وینا کښې وویل چې د ګوندونو بدلول ښه کار نه دی .
هغه په هیواد کښې له خپل وخت څخه مخکې د انتخاباتو ترسره کیدا ته په اشارې سره وویل په پاکستان کښې زر انتخابات ترسره کیدلای شي .
شیخ رشید په اسلام اباد کښې خبري کانفرنس ته په وینا کښې وویل د حکومت له مخالفو ګوندونو سره زمونږ د پارلمان غړي ملګري دي او له مونږ سره هم د حکومت د مخالفو ګوندونو غړي شته او زیاته یې کړه د حکومت مخالف ګوندونه په خپله لومه کښې ښکیل شوي دي او هیڅوک له قدرت څخه نه څنګ ته کیږی او د پنجاب صوبې د اعلی وزیر عثمان بزدار د څنګ ته کیدا خبرې هسې اوازې دي .
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد وویل چې لومړی وزیر عمران خان به د تاریخ تر ټولو ستره غونډه د مارچ د میاشتې په اوویشتمه نیټه په پریډ ګراونډ کښې وکړي .
هغه وویل د پاکستان ایسټبلیشمنټ له پاکستان سره ملګری دی .