شاه محمود قرېشي:
هیله ده طالبان به د جينکو د تعليم په اړه په خپلې فېصلې کښې بیا کتنه وکړي
Mar 31, 2022 07:17 Asia/Kabul
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت له لوري د جينکو د ښوونځیو تړل کېدو ټوله نړۍ اندېښمنه کړې ده.
هغه په چین کښې د افغانستان په اړه جوړې شوې غونډې ته په خبرو کښې زیاته کړه چې دی هیله لري چې طالبان به په خپله پرېکړه له سره غور وکړي چې په دې تړاو د نړیوالو اندېښنې رفع شي. قریشي دغه رنګ څرګنده کړه چې افغانستان کښې روان اقتصادي او بشري وضعیت د اندېښنې وړ دے او دا هېواد تر بل هر وخت ډېر د نړیوالې ټولنې پاملرنې ته زياته اړتیا لري. هغه یو ځل بیا ټینګار کړے دے چې له طالبانو سره تعامل نه یوازې د سیمې بلکه د ټولې نړۍ په ګټه دے.