پاکستان له ايران سره د مال تبادلې د تجارت قانون اعلان کړ
(last modified Fri, 08 Apr 2022 10:18:02 GMT )
Apr 08, 2022 14:48 Asia/Kabul
  • پاکستان له ايران سره د مال تبادلې د تجارت قانون اعلان کړ

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د ايران له اسلامي جمهوريت سره د دوه اړخيزه تجارت د پياوړتيا لپاره د دواړو هېوادونو ترمېنځ د مال تبادلې د لارې چارې د عملي کېدو قانون اعلان کړ.

دوه مياشتې مخکې د پاکستان د حکومت د اقتصادي غږملتيا ترټولو عالي کمېټۍ د ايران له اسلامي جمهوريت سهر د دوه اړخيزه تجارتي ملګرتيا د پرمختګ په هدف سره په يو اقدام کښې  دواړو هېوادونو ترمېنځ د مال د تبادلې د پلان قانوني کول تصويب کړل.

د اېرنا د رپوټ له مخې د پاکستان رسنيو نن د دغه هېواد  د سوداګرۍ د وزارت په نقل سره وويل چې د پاکستان حکومت د وړومبي ځل لپاره د سيمې له هېوادونو سره د تجارت د مضبوطولو لپاره له ايران سره د مال تبادلې ترتجارت لاندې د مالونو د صادرولو او واردولو اجازه ورکړې ده.

دغې وزارتخانې ويلي دي چې د مال د تبادلې عملي کېدل د سيمه ايز تجارت د زياتېدو، په اسعاري مشکلاتو او نورو مسائلو باندې د غلبې لپاره يو غېرمعمولي اهميت لري.

په ايران کښې د پاکستان سفير دا فېصله يوه يوه په زړۀ پورې چاره وبلله او وې ويل دا چاره به ايران ته د پاکستان د صادراتو  په خاصه توګه د وريجو د صادراتو د زياتېدو سبب شي.

رحيم حيات قرېشي د پاکستان له پرائيوېټ سېکټره وغوښتل چې مخ وړاندې دې ګام واخلي او له دې نوي فرصته دې استفاده وکړي.

د پاکستان په بلوچستان کښې د سوداګرۍ مرکز هم د دغه هېواد د حکومت د فېصلې هرکلے وکړ او وې ويل، هيله کيږي چې له ايران سره به دوه اړخيزه تجارت زيات شي. پاکستان د دې مهم نوښت له لارې له ګاونډي هېوادونو سره خپل صادراتي اهداف حاصلولې شي.

 

ټیګونه