د پاکستان تجارتي خساره ۴۰ میلیارډ ډالرو ته رسیدلې ده
May 08, 2022 07:32 Asia/Kabul
په روان مالي کال کښې یعنې د ۲۰۲۱ کال له جولایۍ نه د روان ۲۰۲۲ کال تر مارچ میاشتې پورې د پاکستان سوداګري زیان له ۳۹.۳ میلیارډ ډالرو اوښتې دی
په روان مالي کال کښې یعنې د ۲۰۲۱ کال له جولایۍ نه د روان ۲۰۲۲ کال تر مارچ میاشتې پورې د پاکستان سوداګري زیان له ۳۹.۳ میلیارډ ډالرو اوښتې دی
د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان د مالي اطلاعاتو د وروستي رپورټ له مخې په روان میلادي کال کښې د پاکستان د سوداګري انډول نشتوالی د تیر مالي کال د ورته مودې د ۲۳.۸ میلیارډ ډالرو په پرتله، ۳۹.۳ میلیارډ ډالره ثبت شو چې د بودجې ۶۴.۸ فیصده منفي وده ښايي.
د دغې ادارې د احصائیو له مخې د پاکستان واردات په روان مالي کال کښې د ۴۶.۴۱ فیصده زیاتوالي سره ۶۵.۵ میلیارډ ډالرو ته ورسیده چې دا رقم په تیر پړاؤ کښې ۴۴.۷ میلیارډ ډالره و.