پاکستان کښې د جنت البقیع د ورانولو کلیزه ونمانځله شوه
د شوال یا وړوکي اختر د میاشتې اتمه نیټه په مدینه منوره کښې د جنت البقیع ادیرې د ویجاړیدو کلیزه ده
د پاکستان د مذهبي ډلو پلویانو او سیاسي فعالانو په جنت البقیع کښې د پاکو امامانو علیمهم السلام د زیارتونو د ورانولو په کلیزې د هیواد په مختلفو ښارونو کښې په لاریونونو سره د متبرکو قبرونو او مزارونو د بیارغونې غوښتنه وکړه
د ۱۳۴۴ هجري قمري کال د شوال د میاشتې اتمه نیټه په عربستان کښې د تکفیري عناصرو او وهابیانو په لاس په مدینې منورې کښې په بقیع ادیره کښې د رسول الله مبارک د لمسیانو په قبرونو باندې د پاک حرم او د ډیرو اصحابو د قبرونو د ورانولو کلیزه ده.
ایرنا لیکلي چې د پاکستان د مجلس وحدتِ مسلمین، امامیه سټوډنټس آرګنایزیشن او د فقه جعفریه غورځنګ فعالانو پرون په اسلام آباد او راولپنډۍ ښارونو کښې د مظاهرو په کولو سره د تکفیریانو له خوا د جنت البقیع د قبرونو ورانول وغندل او زرترزره یې د دغو مزارونو د دوباره جوړولو غوښتنه وکړه.
ورته مهال د لاهور، ملتان، کراچۍ او پیښور په شان نورو مختلفو ښارونو کښې هم شیعه او سني مسلمانانو د جنت البقیع د ورانیدو د کلیزې په دستورو کښې په ګډون سره وویل چې یوازې د یوې فرقې د عقیدې له مخې هغه ځایونه نه شي ورانیدې چې د ټولو مسلمانانو لپاهر مقدس او سپيڅلي دي.
په دغو لاریونونو کښې ګډون کونکو د خبرپاڼو په خپرولو سره د پاکستان له حکومت او د اسلامي ملګرتیا له تنظیمه وغوښتل چې د بقیع قبرستان د بیارغونې لپاره لاس په کار شي او دا د ټول مسلمان امت غوښتنه ده.