د امریکا استازی زلمی خلیل زاد پاکستان ته ورغلی
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان په چارو کښې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد پاکستان ته رسیدلی .
د پاکستان رسنیو پرون اسلام اباد ته د افغانستان په چارو کښې د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د ناڅاپه سفر خبر ورکړ او ویل کیږي چې هغه د یوه(۱) ځانګړي ماموریت لپاره پاکستان ته ورغلی دی .
زلمي خلیل زاد پاکستان ته په سفر کښې د پخواني لومړي وزیر عمران خان په شمول د دغه هیواد له مهمو شخصیتونو سره کتنه او خبرې کړي دي .
داپه داسې حال کښې دي چې عمران خان امریکا د پاکستان په کورنیو چارو کښې په لاسوهنې او دغه راز د خپل حکومت پرضد دسیسې جوړولو تورنه کړي ده او ټاکل شوي ده په پاکستان کښې د اوسني لومړي وزیر شهباز شریف د حکومت پرضد پراخې مظاهرې وشي .
د پاکستان رسنیو اسلام اباد ته د امریکا د استازي زلمي خلیل زاد د سفر او له حکومتي چارواکو سره د هغه د کتنو جزیاتو ته کومه اشاره نه ده کړي .