د پاکستان د بلوچستان په ځنګلونو کښې لګیدلې اور لا نه دی مړ شوی
د پاکستان د بلوچستان صوبې په ځنګلونو کښې پنځه ورځې مخکښې لګیدلی اور لا نه دی مړ شوی بلکې لا پراخ شوی دی
د پاکستان د کړکیچ د مدیریت مرکز NDMA پرون په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې د بلوچستان صوبې په شیراني سیمه کښې د اور د کنټرولولو لپاره له پراخو هلوځلو سره سره اور زرګونه هیکټاره سیمې ته پراخ شوی دی.
دغه رپورټ زیاتوي چې د بحران د مدیریت د مرکز لیږلو ټیمونو، مرستندویه ډلو او د پاکستان پوځ د اور د وژلو په عملیاتو کښې ونډه لري او د اور د مړ کولو لپاره له هیلي کاپټر څخه کار اخلي.
پاکستاني رسنیو ویلي چې د بلوچستان په ځنګلونو کښې د لګیدلي اور له امله تراوسه درې کسان مړه شوي دي.
د سیمې څو کلي هم له خلکو خالي کړی شوي دي.
پاکستاني رسنیو هم داشان ویلي چې ټاکل شوې د دغه اور د وژلو په لړ کښې د پاکستان د مرستې لپاره یوه مرستندویه الوتکه دغه هیواد ته ولیږي.