د امام خمیني (ره) تفکر د مظلومانو د دفاع لپاره دی
(last modified Sun, 05 Jun 2022 00:34:00 GMT )
Jun 05, 2022 05:04 Asia/Kabul
  • د امام خمیني (ره) تفکر د مظلومانو د دفاع لپاره دی

ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان لیکوال د مظلومانو په دفاع کولو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه تفکرونه د دنیا د خلکو لپاره درس وباله.

د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت امام خمیني رحمت الله علیه افکار او تفکرونه او د اسلامي انقلاب اغیزونه ایران ته محدود نه دي بلکې په ټولې دنیا یې اغیز کړی دی او امام خمیني رحمت الله د نړۍ په مسلمانانو کښې ځانګړی مقام لري.

د پاکستان لیکوال شبیر احمد شګري د امام خمیني رحمت الله علیه د شخصیت په عرفاني اړخونو باندې غور کولو سره په یوې مقالې کښې د امام د ستر شخصیت د احترام په ترڅ کښې وویل د اسلامي ایران د بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه تفکر د پاکستان په شمول د نړۍ د مسلمانانو او د   مظلومانو د دفاع او په دنیا کښې د سیاسي او د مذهبي پرګنو او د خلکو لپاره یو درس دی.

شبیر احمد شګري زیاته کړه حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د ایران د اسلامي انقلاب د رامینځته کولو او بریالي کولو لپاره د خلکو په مشرۍ کولو سره په نړۍ کښې یوه تاریخي او ستره پیښه ثبت کړه او سبب شو چې ایران نن سبا په دنیا کښې د اسلامي تعلیماتو پراساس یو پایداره حکومت ووسي.

هغه وویل په نړۍ کښې ډیر انقلابونه او غورځنګونه رامینځته شول خو د امام خمیني رحمت الله علیه په مشرۍ د ایران د خلکو د انقلاب او د پاڅون په شان هیڅ انقلاب چې د طاغوتي رژیم د له مینځه تلو سبب شو ونه لیدل شو.

 

ټیګونه