له بایکاټونو سره مقابله باید د ایران له خلکو زده کړو
ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د ایران له خلکو څخه له بایکاټونو سره د مقابلې په زده کولو ټینګار وکړ.
د پاکستان د باندنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وړمه ورځ د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره د خبرو اترو لپاره د یوه سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ تهران ته راغلی و او له ولسمشر ابراهیم رئیسي او خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره یې کتنې او خبرې کړي وې .
هغه په تهران کښې د پاکستان د سفارت د ډيپلوماټانو او کارکوونکو په ټول کښې په وینا سره د بایکاټونو له کبله د مشکلاتو په مقابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت مقاومت کولو او د ایران د اقتصادي نظام د پرمخ بیولو لپاره هڅې ته په اشارې سره وویل د اقتصاد د رونق او له بایکاټو سره د مقابلې څرنګوالی باید د ایران له ملت څخه زده کړو.
هغه وویل د ایران خلکو د امریکا له بایکاټونو سره سره له کورنیو ظرفیتونو استفاده کړي ده او مونږ باید له ایران څخه بیلګه واخلو.
دغه راز د پاکستان خارجه وزارت وویل چې د ایران او د پاکستان د ګډ اقتصادي کمیسیون یویشتمه غونډه به د روان میلادي کال په اګست میاشت کښې وشي.
ایران ته د پاکستان د خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري سفر د پاکستان په رسنیو کښې پراخ انعکاس لرلی دی.