پاکستان کښې باران او سیلاب ۱۲ تنه وژلي دي
په پاکستان کښې د موسمي بارانونو په پیلیدو او له امله یې د سیلاب په راتلو سره لږترلږه ۱۲ تنه مړه شوي دي
له اسلام آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې په داسې حال کښې چې په ټول پاکستان کښې له تیرې پنجشنبې څخه موسمي یا د پشکال بارانونه پيل شوي او لاهم وریږي، د ورښتونو، طوفان او سیلاب له امله ۱۲ تنه مړه شوي او یوشمیر نور زخمي شوي دي.
د سخت باران او تیزې سیلۍ له امله د پنجاب صوبې په مرکز لاهور ښار کښې د یو کور چت غورځیدلی چې په دغې پیښې کښې پنځه تنه مړه شوي او څلور نور سخت زخمي شوي دي. په لاهور ښار کښې په یوې بلې ورته پیښې کښې هم د دیوال د غورځیدو له امله یو کس مړ شوی دی.
بله پیښه د پنجاب صوبې په سرای عالمګیر سیمه کښې وشوه چې له امله یې د سیلاب په وجه یو ګاډی سیند ته غورځیدلی او په کښې د یوې کورنۍ شپږ تنه مړه شوي دي.
د پاکستان د موسمیاتو ادارې ویلي چې په پنجاب او د پاکستان په نورو صوبو کښې سخت بارانونه به تر دوشنبې ورځې دوام ولري.