د عمران خان په بلنه د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې مظاهرې
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند پلویان د عمران خان په بلنه د هیواد په مختلفو ښارونو کښې سړکونو ته راوتلي دي
دغه مظاهرې د پنجاب صوبې د وزیراعلی د غوره کولو لپاره د تحریک انصاف د استازې له شکمنې ماتې وروسته پیل شوې دي.
معترضو کسانو د پیښور، راولپنډۍ، کویټې، فیصل آباد او سیالکوټ ښارونو په سړکونو او چوکونو کښې په راغونډیدو سره، د پنجاب د وزیراعلی د انتخاب خلاف د شعارونو ورکولو په ترڅ کښې د ټایرونو په سوځولو سره لارې بندې کړې. په حیدر آباد کښې دغه مظاهرې دومره شدیدې وې چې پولیس په کښې دخالت کولو ته مجبور شول.
د تحریک انصاف مشر عمران خان د پنجاب د وزیراعلی د غوره کیدو لپاره د انتخاباتو نتیجه د پاکستان د اساسي قانون د ۶۳ مادې خلاف بللې او له خپلو پلویانو یې وغوښتل چې د اعتراض په نښه سړکونو ته راووځي.
د پاکستان د سترې او مهمې صوبې د وزیراعلی د غوره کیدو لپاره انتخابات له ډیرو سیاسي کشالو وروسته ترسره شول او په کښې د مسلم لیګ نواز ګوند د مشر او وزیراعظم شهباز شریف زوی حمزه شهباز د پنجاب د وزیراعلی په توګه غوره شو.