د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې د عمران خان د پلویانو مظاهرې:ـ
(last modified Sun, 24 Jul 2022 09:13:19 GMT )
Jul 24, 2022 13:43 Asia/Kabul
  • د پاکستان په مختلفو ښارونو  کښې د عمران خان د پلویانو مظاهرې:ـ

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند پلویانو د عمران خان په بلنه په بیلابیلو ښارونو کښې مظاهرې وکړې.

د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کښې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د تحریک انصاف د پلویانو دغه مظاهرې د پنجاب صوبې د اعلی وزیر د انتخابولو لپاره د تحریک انصاف د استازي په مشکوک ډول له ماتي خوړلو وروسته وشوې.

د پاکستان په پیښور، راولپنډۍ، کویټه ، فیصل اباد ، لاهور او نورو ښارونو کښې په واټونو او چوکونو کښې اعتراض کونکو کسانو د پنجاب صوبې د اعلی وزیر د انتخابیدا پرضد د شعارونو په ورکولو سره د ټایرونو په سوځولو سره لارې بندې کړې.

د تحریک انصاف مشر عمران خان د پنجاب د اعلی وزیر د انتخابولو نتیجه د اساسي قانون د درې شپیتمې(۶۳) مادې پرخلاف وبلله او په خپلو پلویانو یې غږ وکړ چې په واټونو کښې مظاهرې وکړي.

د پنجاب صوبې د اعلی وزیر د انتخاب په څرنګوالي باندې اعتراض کښې د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کښې د تحریک انصاف د پلویانو مظاهرې د لومړي وزیر شهباز شریف د حکومت لپاره نوی چیلنج کیدلی شي.

د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف تیره اونۍ د پنجاب صوبې په مینځ پړاوه انتخاباتو کښې تر ټولو زیاتې رایې وګټلې او په طبیعي ډول یې دغه هیله لرله چې په ځايي پارلمان کښې د پنجاب صوبې د اعلی وزیر د انتخابیدا په بهیر کښې د تحریک انصاف کاندید اعلی وزیر غوره شي.

د پنجاب صوبې د اعلی وزیر د انتخابیدا لپاره د رایو له اچول کیدا وروسته د پارلمان مرستیال وویل د تحریک انصاف استازی چوهدري پرویز الهي د یوسل شپږاتیا(۱۸۶)  او د مسلم لیګ د نواز شریف څانګې استازي حمزه شهباز شریف  هم یوسل نهه اویا (۱۷۹) رایې ترلاسه کړي دي.

خو د پنجاب صوبې پارلمان د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان  د یوه ائتلافي ګوند مسلم لیګ قائد اعظم څانګې لس رایې رد کړې او حمزه شهباز شریف یې د انتخاباتو بریالی کاندید اعلان کړ.

د پنجاب صوبې د اعلی وزیر په توګه د مسلم لیګ د نوازشریف څانګې د استازي حمزه شهباز د بریالیتوب له اعلانه وروسته تحریک انصاف په پنجاب صوبې او د هیواد په بیلابیلو ښارونو  کښې له خپلو پلویانو وغوښتل د پنجاب صوبې د اعلي وزیر د انتخابولو په بهیر کښې د اساسي قانون په خلاف ورزۍ باندې اعتراض کښې په واټونو کښې مظاهرې وکړي.

د پنجاب صوبې په پارلمان کښې له تحریک انصاف سره د ائتلافي ګوند مسلم لیګ قائد اعظم څانګې د لسو استازیو د رایو نه منل د دې چې  ښودنه کوي د تحریک انصاف د استازیو چوهدري پرویز الهي د یوسل شپږاتیا رایو په مقابل کښې په یوسل نهه اویا رایو سره د مسلم لیګ د نوازشریف څانګې د استازي حمزه شهباز شریف د بریالي  اعلانول مشکوک او غیر طبیعي دي.

د پنجاب صوبې د اعلی وزیر د انتخاب په څرنګوالي باندې د تحریک انصاف ګوند او د هغه د پلویانو پراخو اعتراضونو ته په پام سره دغه احتمال شته چې د پاکستان ستره محکمه یعني سپریم کورټ د دغه دوسیې د شکمنو اړخونو د روښانه کولو لپاره د عمل ډګر ته ننوځي او په دغه انتخاب کښې  له تحریک انصاف سره د ائتلافي ګوند مسلم لیګ قائد  اعظم  څانګې د لسو غړیو د رایو د نه منلو او د رایو د اچولو په څرنګوالي باندې د غور لپاره یوه کمیټه جوړه کړي.

البته دغه ګونګوسې شته چې تحریک انصاف هم د پنجاب صوبې د اعلی وزیر د انتخاب په بهیر باندې اعتراض کښې سترې محکمې ته شکایت کوي چې دغه مسله په پاکستان کښې موجود سیاسي تاوتریخوالی نور هم زیاتولی شي.

دې ته په پام سره چې د تحریک انصاف استازي چوهدري پرویز الهي د پنجاب صوبې د اعلی وزیر د انتخابیدا په بهیر کښې د مسلم لیګ د نوازشریف څانګې له استازي حمزه شهباز شریف څخه اوه (۷) زیاتې رایې ترلاسه کړي دي لیرې ښکاري چې د پنجاب صوبې په پارلمان کښې د تحریک انصاف د ائتلافي ګوند مسلم لیګ قائد اعظم څانګې د لسو استازیو د رایو د نه منلو فیصله قانوني زمینه ولري او په همدې دلیل دغه مسلې ته د سترې محکمې سپریم کورټ ورګډیدل د واکمن مسلم لیګ نوازشریف څانګې په تاوان سر ته رسیدلی شي.

 

ټیګونه