د پاکستان د مجلسِ وحدتِ مسلمین د ښځو د څانګې مشرې وویل:
امام خمیني(رح) له حسیني غورځنګه په الهام اخیستو سره اسلام وژغوره
Aug 07, 2022 07:34 Asia/Kabul
سیده زهرا نقوي وویل: امام خمیني اسلامي ټولنه راویښه او ژوندۍ کړه
د پاکستان د پنجاب د صوبايي اسمبلۍ غړې او د مجلسِ وحدتِ مسلمین د ښځو د څانګې مشرې میرمن سیده زهرا نقوي وویل: د ایران د جمهوري اسلامي نظام په برکت او د امام خمیني په مشرۍ او له حسیني غورځنګ نه په الهام سره، اسلام وساتلی شو.
هغې زیاته کړه چې امام حسین علیه السلام د انساني کرامت په خاطر ځان او خپله کورنۍ قربان کړه ترڅو سوچه محمدي اسلام ژوندی پاتې شي.
سیده زهرا نقوي هم داشان وویل: امام خمیني اسلامي ټولنه راویښه او ژوندۍ کړه او د ایران د اسلامي انقلاب په برکت مو د امام حسین علیه السلام د پاڅو اهداف او موخې وپيژندلې.