اسلام اباد او بیجینګ په پاکستان کې د تیزګام د ریل پټلۍ په جوړولو موافقه وکړه
Nov 03, 2022 14:44 Asia/Kabul
د چین ولسمشر او د پاکستان لومړي وزیر په پاکستان کې د تیزګام ریل ګاډي د پټلۍ دجوړو په باب سره موافقه کړې ده.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، دپآکستان لومړی وزیر شهباز شریف دفتر په یوې اعلامیې کې ووئيل، د چین ولسمشر شی جین پینګ او شهباز شریف د کراچۍ پيښور ترمینځ د تیزګام ریل ګاډي د پټلۍ د جوړولو په باب چې اته اعشاره نهه میلیارډ ډالري لګښت لري موافقه وکړه.
په عین حال کې د چین مرکزی بانک په یوې اعلامیې کې بیګا وئیلی دي ،ددغه هیواد او پاکستان مرکزي بانکونو ، په پاکستان کې په یوان بندې دمبادلاتو د ترسره کولو په باب هم د ملګرتیا یاددښت لاسلیک کړی دی.
وروستي راپورونه ښئ چې دپاکستان لومړی وزیر شبهاز شریف چې د چین په سفر تللی، په همداوروستیو کې بیرته پاکستان ته ګرځي.