د ایران او پاکستان د دوه اړخیزو ملګرتیاؤ پراختیا
(last modified Fri, 02 Dec 2022 03:08:45 GMT )
Dec 02, 2022 07:38 Asia/Kabul
  • د ایران او پاکستان د دوه اړخیزو ملګرتیاؤ پراختیا

اسلام آباد کښې د ایران سفیر د ایران او پاکستان د دوه اړخیزو ملګرتیا په پراختیا ټینګار وکړ

د ایرنا د خبر له مخې د بلوچستان د صوبايي اسمبلۍ مشر او د دغې صوبې د واکمن قائم مقام جان محمد جمالي په کویټه ښار کښې د ایران د سفیر محمد علي حسیني په مشرۍ د ایران د سیاسي او اقتصادي پلاوي کوربه و.

په دغه ملاقات کښې چې په کویټه کښې د ایران د سرکنسول حسن درویش وند په شتون سره ترسره شو، دواړو لورو د ایران او پاکستان په دوه اړخیزوملګرتیاؤ پورې اړونده وروستي بدلونونه، په سرحد کښې د ګاونډي ولایتونو ترمینځ تعامل، د ګډو سرحدي بازارچو په فعالولو کښې چټکتیا او د دواړو هیوادونو ترمینځ د سوداګري راکړو ورکړو اسانتیا وڅیړل شول.

په پاکستان کښې د ایران سفیر په دغه ملاقات کښې د ایران او کویټې ترمینځ د نیغ په نیغه هوايي لیکې په پیلیدو او د سرحدي او تجارتي راکړو ورکړو د پراختیا لپاره له پاکستان څخه ایران ته د ریلي او سړکي ارتباطاتو په نوې کولو ټینګار وکړ.

 

ټیګونه