عمران خان د انتخاباتو د سمدستي نه ترسره کولو د پایلو په اړه خبرداری ورکړ
(last modified Fri, 20 Jan 2023 13:03:26 GMT )
Jan 20, 2023 17:33 Asia/Kabul
  • عمران خان د انتخاباتو د سمدستي نه ترسره کولو د پایلو په اړه خبرداری ورکړ

د پاکستان پخواني وزیراعظم له وخته مخکښې د انتخاباتو د نه ترسره کولو په بڼه کښې د دغه هیواد د اقتصادي دړي وړي کیدو په باب خبرداری ورکړ

د پاکستان پخوانی وزیراعظم چې امریکا او د واګمن ګوند استازي له دغه مقامه د خپلې څنګته کونې عاملان ګڼي، د پاکستان د حکومت ترټولو مشهورو مخالف شخصیت دی.

عمران خان په خپلې وروستۍ مرکې کښې ویلي دي: که په پاکستان کښې سږ کال زرترزره سراسري انتخابات ترسره نه شي نو دا هیواد به د اقتصادي ټوټې کیدو له خطر سره مخامخ شي.

د پاکستان تیر وزیراعظم څرګنده کړه: په پاکستان کښې د اقتصادي ثبات د ټینګیدو یوازنۍ لاره، د سالمو او آزادو انتخاباتو ترسره کیدل دي. د روغو او آزادو انتخاباتو ترسره کیدل او د ولسي حکومت راتلل د اقتصادي ثبات د پیل ټکی دی.

هغه په اقتصادي حالاتو باندې له ټاکلې نیټې مخکښې د انتخاباتو د ترسره کیدو د منفي اغیزې په هکله د واکمن مسلم لیګ ګوند له خوا مطرح شوي تورونه رد کړل او په راتلونکو انتخاباتو کښې د کاندید کیدو لپاره د خپل صلاحیت په رد کښې د واکمن ګوند له خوا د دوسیې جوړولو احتمال یې هم ورکړ.

 

ټیګونه