پاکستان کښې له ډبرو سکرو څخه د بریښتا تولید زیاتیږي
Feb 17, 2023 07:37 Asia/Kabul
پاکستان به د لګښتونو د کمولو په موخه له ډبرو سکرو د بریښنا تولید زیات کړي
پاکستان به د لګښتونو د کمولو په موخه له ډبرو سکرو د بریښنا تولید زیات کړي
د پاکستان د انرجۍ وزیر خرم دستګیر خان وویل چې دغه هیواد به د لګښتونو د کمولو په موخه، له ډبرو سکرو د بریښنا د تولید وړتیا څلور چنده زیاته کړي او په راتلونکو کلونو کښې به هم په ګیس چلیدونکي بریښناکوټونه جوړ کړي.
د پاکستان د انرجۍ وزیر زیاته کړه: د طبیعي ګیس دکمي په وجه چې د پاکستان د بریښنا له دریو نه یوه برخه تولیدوي، تیر کال د دغه هیواد پراخې سیمې په تیاره کښې ډوبې شوې، او د طبیعي ګیس د نړیوال قیمت زیاتیدل او اقتصادي کړکیچ سبب شو چې نور طبیعي ګیس د پاکستان لپاره نه ارزي.