د پاکستان او د پیسو د نړیوال صندوق اختلاف نه دی حل شوی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پورونو د ورکولو لپاره د پیسو د نړیوال صندوق ايي ایم ایف او د پاکستان ترمینځ په خبرو کښې بندون د اسلام اباد مشکلات زیات کړي دي او دا په داسې حال کښې ده چې د بهرنیو اسعارو او د خارجي پورونو کړکیچ هم نور پسې زیات شوی دی.
که څه هم د موډیز مالي موسسې د پاکستان په هکله لرلید له منفي څخه ثبات ته بدل کړی دی خو پاکستان ته د پیسو د نړیوال صندوق ايي ایم ایف د پور د یوې بلې برخې د ورکولو موضوع د دغه صندوق د سختو شرطونو په دلیل نهايي نه ده شوي او پاکستان له سخت اقتصادي کړکیچ سره مخامخ دی.
له دې سره سره د پاکستان رسنیو پرون وویل چې اسلام اباد د پیسو د نړیوال صندوق د نویو شرطونو منلو ته مجبوره دی او په تاریخ کښې د لومړي ځل لپاره ايي ایم ایف له خبرو اترو او نهايي موافقې مخکې په پاکستان کښې د خپلو شرطونو د اعمالولو غوښتونکی دی.
د انرژۍ د بیو زیاتول، په مصرفونکو باندې د مالیاتو په دائمي ډول اعمالول، د سود د بیې زیاتول، د پاکستان او د افغانستان په سرحدونو کښې له راکړې ورکړې سره سم د ډالر او د روپۍ د بیې ټاکل ، او د خارجي مالي تامین په هکله لیکل تضمین ورکول د پیسو د نړیوال صندوق په شرطونو کښې شامل دي کوم چې پاکستان ته د پورونو د ورکولو له نهايي کیدا مخکې د هغو د اجرا کولو غوښتونکی دی.
د نړیوالو مالي موسسو سخت شرطونه، او د مالي پورونو د ترلاسه کولو لپاره له نورو هیوادونو سره د پاکستان د حکومت په خبرو کښې بندون د اسلام اباد د حکومت لپاره ستر مشکلات رامینځته کړي دي او له بلې خوا د انفلاسیون زیاتیدا او د ګرانۍ ډیریدا هم د پاکستان خلک پوزې ته راوستلي دي.
په پاکستان کښې د ډالرو او یورو بیې بیخي زیاتې شوي دي او د هرکال ډالر بیه کابو درې سوه روپیو ته رسیدلي ده.
د پاکستان رسنیو د مالیې وزارت د سرچینو په قول ویلي دي لیرې ښکاري چې روانه اوونۍ د پیسو له نړیوال صندوق سره نهايي موافقه وشي ځکه چې دواړه لوري د بهرنیو اسعارو د بیې د خارجي مالي تامین د درز او د بریښنا د هر یونټ د بیې د زیاتولو په شان مهمو موضوعاګانو کښې د نظر اختلاف لري.