Mar 03, 2023 14:44 Asia/Kabul
  • پاکستان باید ایران ته د ګیس پایپ لاین د نه بشپړولو ۱۸میلیارډ ډالري جرمانه ورکړي

د پاکستان د تیلو مرستیال وزیر خبرداری  ورکړ،دغه هیواد ایران د ګیسو د  وارداتو په وړاندې د خپلو ژمنتیاؤ د نه اجراکولو په دلیل  داتلس میلیارډالري  جرمانې له خطرې سره مخامخ دی.

د ایران اسلامی جمهوریت د سولې د پایپ لاین د پروژې دتړون په وړاندې پخپلو ژمنو په عمل کولو کې  د پاکستان د اته کلن ځنډ  او لټیَو  په دلیل  د اته میلیارډډالري ګرَمې غوښتونکی دی.

پاکستان ته د ایران د ګیسو دپایپ لاین د پروژې دتړون داجرائي کیدا نیټه  د ۲۰۱۴کال پاي پورې ټاکل شوې وه. ایران د دغې نیټې له رسیدو  مودې مخکې،د دوه میلیارډ ډالرو په لګښت سره  پخپلې ژمنې عمل کړی او دګیسو دپایپ لاین پروژه ئې له پاکستان سره تر ګډې پورې  جوړه کړې ده.

په ۲۰۰۹کال کې د تړون په اساس، پاکستانی لوری د ژمنتیاؤ په اجرا کې دځنډ دجرمانې ورکولو ته پابند شوی دی،خو د ایران اسلامی جمهوریت د ښه ګاونډيتوب او خپل ښه نیّت  په اساس، تر دې دمه دغه  جرمانه نه ده اخستې.

ایرناخبری  آژانس  راپور ورکړ، د پاکستان د تیلو مرستیال وزیر سید طارق حسین ددغه هیواد د پارلیمان د پبلیک اکاؤنټ کمیټې  په غونډې کې  دایران د ګیسو دوارداتو د پایپ لاین دجوړولو لپاره  د کافی سرچینو نه تامینیدا ته په اشارې سره خبرداری ورکړ، پاکستان  به ددغه پایپ لاین  په موقعې د نه بشپړولو په بڼه کې له سختې جرمانې سره مخ شي.

د پاکستان د تیلو مرستیال وزیر ووئيل،  ددغې پروژې لپاره درې سوه پنځه ویشت میلیارډ روپۍ مخصوصې شوي ،خو تر دې دمه یوازې اته اعشاریه دوه میلیارډ روپۍ   ئې تامین شوي دي. هغه زیاته کړې ، په اسلام اباد کې د امریکا سفیر ته وئيل شوي دي  چې یا د ایران د ګیسو د پایپ لاین د  پروژې د بشپړولو اجازت ورکړي او یا  هم پیسې ورکړي څو  پاکستان ایران ته دغه جرمانه ورکړي.

په پاکستان کې د ګیسو اوتیلو له کمښت سره سره  پاکستان ته د  ایران دګیس پایپ لاین چې د سولې  په پایپ لاین هم مشهور دی ، پر اسلام اباد د امریکا پشمول د بهرنیو قدرتونو په دباؤ سره هماغه راز نیمګړی پاتې دی.  له دې سره سره پاکستان    له قطر څخه د مائع ګیس د واردولو پشمول له مختلفو لارو ، ددغه هیواد داړتیا وړ انرژۍ دپام وړ برخې دتامینولو لپاره ډيرې زیاټې پیسې لګولي دي.

Image Caption

 

ټیګونه